هود ۸۸

قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ

اوئیل ده ای ځما قومه فکراوکړئ تاسو که یم زه په ښکاره خبره دطرف درب ځمانه اوراکړی وی ماته نعمت ښائسته اوزه نه غواړم چه لاړ شم په خلاف ستاسو هغه کارکولوته چه تاسومنع کوم دهغی نه زه نه غواړم مگراصلاح کول ترڅو چه طاقت لرم اونه دی ځما مدد مگرپه اللّه تعالٰی دی خاص په هغه باندی سپارلی دی ماځان خپل اوخاص هغه ته به ورگرځم -

(رِزْقًا حَسَنًا) مراد ددی نه وحی او نبوت دی یامراد ددی نه حلال رزق دی اوجزاء دشرط پټه ده چه نه دی جائزمالره خیانت په وحی د اللّه تعالٰی کښی (أَنْ أُخَالِفَكُمْ) مراد ددی نه سبقیت (وړاندی والی) دی او دلفظ الٰی نه روستو لفظ دارتکاب پټ دی، یا أُخَالِفَكُمْ په خپلی معنیٰ سره دی اودهغی نه روستو لفظ د اَمِیْلُِ مقدردی اوپه دی آیت کښی پنځه آداب دی دپاره ددعوت کوونکی دحق (وَإِلَيْهِ أُنِيبُ) معنیٰ داچه ټولوتکالیفوکښی ځه خاص اللّه تعالٰی ته رجوع کوم - یا مراد دادی چه اللّه تعالٰی ته رجوع ده په آخرت کښی - اوشربینی په تفسیرکښی لیکلی دی چه نبی ﷺ شعیب علیه السلام ذکرکړو نواوئیل چه دی خطیب الانبیاء وؤ ځکه چه قوم سره ئی ښائسته مراجعه کړی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل