قَالُوا يَا شُعَيْبُ أَصَلَاتُكَ تَأْمُرُكَ أَنْ نَتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَنْ نَفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاءُ إِنَّكَ لَأَنْتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ
دوئ اوئیل ای شعیبه علیه السلام آیا ستادین حکم کوی تاته چه پریږدو مونږ هغه طریقه چه بندگی کوله په هغی مشرانوزمونږ (یاپریږدو) کارکول په خپلو مالونوکښی په رضا خپلی سره یقیناً ته (په خپل گمان) صبرناک او هوښیار ئی -
صلوٰة، په معنیٰ دمونځ دی ځکه چه شعیب علیه السلام ډیرمونځ گذار وؤ یاپه معنیٰ ددین دی اودا وینا ددوی په طریقه داستهزاء سره ده ( أَوْ أَنْ نَفْعَلَ) په دی کښی دری توجیه دی اول داچه دی نه مخکښی لفظ دتنهاناپټ دی - دوهم داچه لفظ د لا مقدر دی - دریم داچه داعطف دی په (مَا يَعْبُدُ) باندی مراد ددوی داوؤ چه مالونه زمونږ خپل دی زمونږاختیار دی - که هرقسم تصرف په کښی کوو - اودا قول دهغو سرمایه دارو وی چه ددین د الٰهی پابندی نه منی (إِنَّكَ لَأَنْتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ) داپه طریقه داستهزاء سره دی - یا په دی لفظ کښی د (بِزَعْمِکَ) پټ دی -