هود ۷۷

وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ

اوهرکله چه راغلل ملائک زمونږلوط علیه السلام ته خفه شو دهغوئ په وجه اوتنگ ئی شو په دوئ باندی زړه اواوئیل ئی داورځ سخته ده -

دا پنځمه واقعه ده متعلق دسورة ددوهمی دعوی سره چه علم غیب خاص دی په اللّه تعالٰی پوری لوط علیه السلام ددی ملائکودحال نه خبرنه وؤ اونه ئی پیژندل اوقدرت ئی هم نه وو نوقوم ئی نه شو دفع کولی - (بِهِمْ) ضمیرراجع دی ملائکوته یعنی خفه شو په راتللودملائکوسره اول قول غوره دی یاضمیرراجع دی قوم ته یعنی خفه شو دهغوی په بدعمل سره (وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا) په اصل کښی اوښ په رفتارکښی خپلی مخکنئ خپی (چه ذرع ده) اوږدی اخلی اوهرکله چه به هغی باندی باردروند شی نوقدم تنگ کړی او (ذَرْعًا) سینی ته هم وئیلی شی (بِهِمْ) ضمیرقوم ته راجع دی ملائکوته نه دی راجع - نوداکنایه ده د تنگوالی دطاقت نه (عَصِيبٌ) دعصابه نه ماخوذ دی چه ددرد وجی نه په سرباندی پټئ اوتړلی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل