هود ۷۶

يَا إِبْرَاهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا إِنَّهُ قَدْ جَاءَ أَمْرُ رَبِّكَ وَإِنَّهُمْ آتِيهِمْ عَذَابٌ غَيْرُ مَرْدُودٍ

(دوی اوئیل) ای ابراهیمه علیه السلام مخ واړوه ددی نه بی شکه یقیناً راغلی دی حکم درب ستا (په هلاکت ددوی سره) اویقیناً راتلونکی دی په دوئ باندی عذاب چه نه دی واپس کړی شوی -

داقول دملائکودی ابراهیم علیه السلام ته (أَعْرِضْ عَنْ هَذَا) یعنی په دی مجادله کښی فائده نیشته نودا پریخودل په کاردی اوروستوئی دوه علتونه ذکرکړی دی (غَيْرُ مَرْدُودٍ) کښی اشاره ده چه دابراهیم علیه السلام په مجادله سره نه واپس کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل