وَجَاءَهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِنْ قَبْلُ كَانُوا يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلَاءِ بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنْكُمْ رَجُلٌ رَشِيدٌ
اوراغی ده ته دده قوم زغلیدی شو دده دطرف نه اوددی نه مخکښی دوئ وو چه کول ئی ناکاره کارونه ده اوئیل اوقومه زما دا (زنانه ستاسو) زما لونړه دی دوئ ښی حلالی دی تاسولره پس اویریږئ د اللّه نه اومه شرموئ مالره په باره دمیلمنوزما کښی آیا نیشته ستاسونه سړی هوښیار -
اهراع، مجهول په معنیٰ دمعلوم سره مستعملیږی - گویا چه دوی یوبل لره تیزی ورکوله یاشهوت دوی زغلول (وَمِنْ قَبْلُ كَانُوا) دا سبب داهراع دی (السَّيِّئَاتِ) اغلام بازی، میلمانه تنگول، په کانړو ویشتل، لاری شوکول وغیره بدکارونه نه ئی کول (قَالَ) دادهغوی دفع کولودپاره ئی اوئیل - (بَنَاتِي) مراد ددی نه زنانه د قوم دی چه هغه نبی دپاره په منزله د لونړو وی داقول دمجاهد او سعیدبن جبیردی (أَطْهَرُ) دی کښی معنیٰ دتفضیل نه ده مراد ځکه چه اغلام بازئ کښی هیڅ طهارت نیشته (رَشِيدٌ) صالح او مصلح چه منع کول کوی دبدئ نه -