هود ۶۹

وَلَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُوا سَلَامًا قَالَ سَلَامٌ فَمَا لَبِثَ أَنْ جَاءَ بِعِجْلٍ حَنِيذٍ

اویقیناً راغلی وو ملائک زمونږ ابراهیم علیه السلام ته په زیری سره دوی اوئیل سلام دی په تاباندی هغه اوئیل سلام دی وی په تاسو باندی نوحصار نشو تردی پوری چه رائ وړو سخی وریت کړی شوی -

دا څلورمه واقعه ده تعلق لری دسورة ددوهمی دعوی سره چه علم غیب خاص اللّه تعالٰی لره دی ځکه چه ابراهیم علیه السلام د میلمنو دحال نه خبرنه وؤ (وَلَقَدْ) واؤ دعطف دلالت کوی چه دټولو قصّو اصل مقصد یو دی چه اثبات دتوحید دی او لَقَدْ تاکید ئی دی دپاره ذکرکړو چه په مسئله دعلم غیب کښی دمنکرینو ډیرشک وؤ نودهغوی رد په دی واقعی سره کیږی، په لفظ (رُسُلُنَا) سره ددوی دراتللو مقصد ئی ذکرکړو چه خاص پیغام راوړل دی اوپه سورة حجر (۵۱) او ‌ذاریات (۲۴) کښی ضَیفَ ذکر کړی وؤ ځکه چه په خیال دابراهیم علیه السلام کښی میلمانه وؤ - (بِالْبُشْرَى) زیری دهلاکت دقوم د لوط علیه السلام یازیری دولد یعنی بشریٰ ئی مقصد وؤ لیکن دبشریٰ نه مخکښی ئی دسلام اوطعام ذکراوکړو - آیت کښی اشاره ده چه سلام کول طریقه د ملائکواودټولوانبیاؤ ده (سَلَامٌ) په پیښ سره دلالت کوی په دوام او همیشوالی باندی (ځکه چه جملیه اسمیه ده) نوداغوره دی د (سَلَامًا) نه چه په زورسره دی نوجواب احسن شو دسلام نه او (سَلَامًا) مفعول دی دپټ فعل دپاره سلّمنا سلامَا یامفعول دی د قالوا دپاره (أَنْ جَاءَ) یعنی حتَّی جاءیا مِن لفظ پټ دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل