كَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا فِيهَا أَلَا إِنَّ ثَمُودَ كَفَرُوا رَبَّهُمْ أَلَا بُعْدًا لِثَمُودَ
فناشول گویاچه دوئ نه وو اوسیدلی په هغی کښی خبرشئ یقیناً ثمودیانو کفرکړی وو په رب خپل باندی خبرشئ هلاکت دی ثمودیانو لره -
(كَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا) ددوی دکلی فنا ته اشاره ده (كَفَرُوا رَبَّهُمْ) دا سبب دعذاب دی (أَلَا بُعْدًا) جملیه خبریه ده روستو دعذاب دهغوی نه یاجملیه دعائیه ده په باره دقیامت کښی -