فَلَمَّا رَأَى أَيْدِيَهُمْ لَا تَصِلُ إِلَيْهِ نَكِرَهُمْ وَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً قَالُوا لَا تَخَفْ إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمِ لُوطٍ
پس هرکله چه وی لیدل لاسونه ددوئ چه نه رسیدل خوراک ته نو ناآشنا ئی اوگنړل دوی اوپه زړه کښی ئی راغله ددوی نه ویره دوئ اوئیل مه ویریږه یقیناً مونږ لیږلی شوی یوقوم لوط علیه السلام ته -
(لَا تَصِلُ) کنایه ده دنه خوړلونه (نَكِرَهُمْ) ځکه چه سنت دپاره دمیلمه داده چه زرشروع به کوی په خوراک باندی اودعوت به قبلوی نودوی ددی طریقی خلاف اوکړو (خِيفَةً) ویره ده دضرر او تکلیف رسولو (قَالُوا لَا تَخَفْ) که سوال اوکړی شی چه ملائک څنگه پوهه شول دابراهیم علیه السلام دزړه په ویریدلو داعلم غیب دی؟ جواب دادی چه سورة حجر (۵۵) نه معلومه ده چه ابراهیم علیه السلام په خپله ژبه ددی اظهارکړی وؤ (لَا تَخَفْ إِنَّا أُرْسِلْنَا) یعنی مونږستا ضرر او نقصان له نه یوراغلی ضرر او عذاب دقوم لوط علیه السلام له راغلی یو (أُرْسِلْنَا) دلالت اوکړو چه دوی ملائیک وؤ او ملائیک خوراک نه کوی نوویره دابراهیم علیه السلام په دی سره زائله شوه (إِلَى قَوْمِ) داددوی دارسال دوهم مقصد دی -