هود ۶۵

فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا فِي دَارِكُمْ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ ذَلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍ

پس دوی هغه اووژله نو اوئیل هغه دژوند مزی واخلئ په خپلوکورونوکښی دری ورځی داوعده ده بی دروغو -

عقر اندامونو پری کولو ته وئیلی شی عقریو تن اوکړو لکه چه سورة قمر (۲۹) کښی دی لیکن نورکسان په هغی باندی رضا وؤ ځکه ئی د جمع صیغه ذکر کړه (تَمَتَّعُوا) مفسرقرطبی وئیلی دی چه داکنایه ده دحیات نه یعنی دری ورځی به ژوندی ئی ځکه چه المیت لایتلذذ ولایتمتع بشئ، یعنی مړی (ددنیا) په هیڅ څیزباندی نه مزه اخستی شی اونه فائده (دَارِكُمْ) مرا ددی نه ددوی کلی دی یامراد ترینه داردنیا دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل