هود ۶۴

وَيَا قَوْمِ هَذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِيبٌ

او ای زما قومه دا اوښه د اللّه تعالٰی ده تاسولره معجزه ده پس پریږدئ داچه خوراک کوی په ځمکه د اللّه تعالٰی کښی اومه رسوئ‌ دی ته هیڅ تکلیف پس اوبه نیسی تاسو لره عذاب نزدی -

(نَاقَةُ اللَّهِ) کښی اضافت دپاره دشرافت دی ځکه چه د هغی په پیدا کیدلو کی ظاهری اسباب نه وؤ (فَذَرُوهَا) اشاره ده چه تاسوباندی ددی خوراک څه تکلیف نیشته - (فَيَأْخُذَكُمْ) په دی کښی اشاره ده چه توهین دمعجزی سبب دعذاب دنیوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل