هود ۶۳

قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَآتَانِي مِنْهُ رَحْمَةً فَمَنْ يَنْصُرُنِي مِنَ اللَّهِ إِنْ عَصَيْتُهُ فَمَا تَزِيدُونَنِي غَيْرَ تَخْسِيرٍ

اوئیل ده ای ځما قومه خبرراکړئ‌ ماته که چیری یم زه په ښکاره دلیل باندی دطرف درب خپل نه اوراکړی وی ماته دطرف خپل نه رحمت (نبوت) پس څوک به مابچ کړی د اللّه تعالٰی (دعذاب نه) که چیری زه دهغه نافرمانی اوکړم پس تاسو نه زیاتوئ‌ مالره سیوا دتاوان نه -

په دی آیت کښی جواب دی ددی (أَتَنْهَانَا) ځکه چه (إِنْ عَصَيْتُهُ) نه مراد په دی آیت کښی دادی چه نهی دشرک نه پریږدم نوداعصیان دی او (إِنْ كُنْتُ) اِن دلته دشک دپاره نه دی لیکن دمخاطبینو دمائل کولو دپاره ئی په اِن سره ذکر کړو (بَيِّنَةٍ) نه مراد ښکاره دلیلونه عقلیه دی او (رَحْمَةً) نه مراد وحی اونبوت دی (مَنْ يَنْصُرُنِي) دا استفهام انکاری دی (غَيْرَ تَخْسِيرٍ) ددی دوه معنی دی اول داچه تاسوپه دی وینا خپلی سره (چه د شرک نه منع مه کوه) ځما نقصان زیاتی کوئ ځکه چه مالره د حق وینا نه منع کوئ - دوهمه معنیٰ داده چه تاسودمشرانوپه دین سره دلیل نیسئ نوپه دی سره زیاتی کوئ ځما علم په ستاسو په خسران او گمراهئ یعنی شرک خو سبب دخسران دی لیکن تاسو دشرک داثبات دپاره په عمل داباؤ سره دلیل نیسئ نوماته اوس ښه علم راغی چه تاسو په خسران کښی ئی ځکه چه دا دلیل نه دی بلکه تقلید د اباؤ دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل