قَالُوا يَا صَالِحُ قَدْ كُنْتَ فِينَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هَذَا أَتَنْهَانَا أَنْ نَعْبُدَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِي شَكٍّ مِمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ
اوئیل دوئ ای صالح علیه السلام یقیناً ته وی په مونږ کښی امید لرلی شوی (ستانه دخیر) پخوا ددی نه آیا ته منع کوی مونږددی نه چه بندگی اوکړو دهغه چاچه بندگی کوله زمونږ مشرانو اویقیناً مونږپه شک کښی یو دهغه خبری نه چه ته بلی مونږلره هغی ته کلک شک -
(مَرْجُوًّا) غوره چه امیدونه ورپوری تعلق لری اشاره ده چه دچا دحق خبره نه وی کړی نوعام خلق ئی عزت کوی (أَتَنْهَانَا) اشاره ده سبب د خفگان دقوم ته چه مخالفت دی دطریقی دمشرانونه - (مُرِيبٍ) مراد دادی چه زمونږشک داسی دی چه په تاباندی بدگمانی او تاسره جگړه کولوته رسوونکی دی -