هود ۶۱

وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُجِيبٌ

(اولیږلی وومونږ) ثمودیانوته رور دهغوی صالح علیه السلام ده اوئیل ای زما قومه بندگئ‌ کوئ خاص د اللّه تعالٰی نیشته تاسولره حاجت پوره کوونکی سیوا دهغه نه هغه پیداکړی ئی تاسو دځمکی نه اوآباد کړی ئی تاسوپه دی ځمکه کښی پس بخنه غواړئ دهغه نه بیاتوبی اوباسئ هغه ته یقیناً رب ځما نزدی دی قبلؤنکی دی -

دا دریم دلیل نقلی دی په اثبات دتوحید باندی د صالح علیه السلام نه اوجواب دقوم دهغه بیادعوت دی په (اسْتَعْمَرَكُمْ) سره استعمار ډیرعمرورکول یا آبادول د عمریٰ نه ماخوذ دی یعنی دعمردپاره وربخل مراد دی اوذکردشجاعت دهغه دی په بیان دمسئله دتوحید کښی اوذکر دمعجزی او تکذیب دقوم اوذکردعذاب دقوم دهغه دی دپاره دتخویف دنیوی په دی آیت کښی پس دبیان دتوحید نه دوه انعامات الٰهیه دی اول نعمت د ایجاد په (أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ) سره او مراد دادی چه د انسانانوپلار آدم علیه السلام دځمکی نه پیدادی یاداچه انسان خوراک کوی اوهغه دځمکی نه پیداکیږی اودهغه دخوراک نه نطفه جوړیږی یا مِن په معنیٰ دفی سره دی ، دوهم نعمت دابقاء دوه امرونه دی استغفار او توبه دوه صفتونه د اللّه تعالٰی دی قَرِيبٌ مُجِيبٌ، دپاره دترغیب دمسئلی دتوحید ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل