وَأُتْبِعُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا إِنَّ عَادًا كَفَرُوا رَبَّهُمْ أَلَا بُعْدًا لِعَادٍ قَوْمِ هُودٍ
اوپرله پسی اولیږلی شو په دوی باندی په دی دنیا کښی لعنت اوپه ورځ دقیامت هم خبرشئ یقیناً عادیانوانکارکړی وو درب خپل نه خبرشئ تباهی ده عادیانولره چه دهود علیه السلام قوم وو -
په دی آیت کښی ترقی دعذاب دنیوی او اخروی ذکر شوه یعنی روستو دعذاب دسختئ سیلئ نه لعنت د اللّه تعالٰی او دملائکو او مؤمنانو دطرف نه په دی پسی همیشه کړلی شواودهغی سبب ئی ذکرکړو چه (كَفَرُوا رَبَّهُمْ) (قَوْمِ هُودٍ) کښی اشاره ده چه مراد دعاد نه اولنی عادیان وؤ - دوهم عاد اِرم وؤ - اولفظ د (أَلَا) دلالت کوی چه ددوی کفرډیرلوی اوښکاره وؤ اوددوی عذاب هم لوی او ښکاره وو (كَفَرُوا رَبَّهُمْ) باء حذف ده یامراد ددی نه انکار کول دی (بُعْدًا) درحمت خاصه د اللّه تعالٰی نه لری والی داتباهی ده -