هود ۵۹

وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْا رُسُلَهُ وَاتَّبَعُوا أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ

اودغه عادیان وو چه انکارئی کړی وو دآیتونودرب خپل نه اونافرمانی ئی کړی وه درسولانو دهغه نه اوتابعداری ئی کړی وه دطریقی دهرسرکش عنادی -

(تِلْكَ) عادپه تاویل دقبیلی سره مؤنث دی اواشاره ده د تِلْكَ ددی وجی نه ده چه داواقعه د اوریدونکوپه ذهنونوکښی مشهوره شوی وه اودی آیت کښی دری اسباب دعذاب ذکرشوی دی اول انکار دآیاتونودتوحید نه دوهم مخالفت درسول چه مستلزم دی مخالفت دټولورسولانولره - دریم تابعداری او تقلید د جَبَّار چه دهیچ چا قانون‌ په ځان باندی نه منی لکه دهری کافر (عَنِيدٍ) ددلیل او دقانون شرعی سره عناد او ضد کوؤنکی لکه عنادی مشرک -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل