هود ۵۸

وَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا هُودًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِنَّا وَنَجَّيْنَاهُمْ مِنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ

اوهرکله چه راغی حکم دعذاب زمونږ بچ کړو مونږ هود علیه السلام اوهغه کسانولره چه ایمان ئی راوړی وو دهغه سره په رحمت ځمونږ دطرف نه اوبچ کړل مونږدوی لره دعذاب سخت نه -

د (أَمْرُنَا) نه مراد عذاب دسختئ سیلئ دی چه په سورة حم سجده (۱۶) او الحاقة (۶) کښی ذکرده او (نَجَّيْنَا) کښی اشاره ده چه په وخت دعذاب کښی اول رسول او مؤمنانوته نجات ورکیدی شی روستوپه مکذبینوباندی عذاب راځی اوپه لفظ د رَحْمَةً سره اشاره ده چه سبب دنجات، رحمة خاصه د اللّه تعالٰی دی -
فائده: دی آیت کښی دوه کرته نجات ذکردی داول نجات نه مراد نجات دی دقوم دمظالمو او مکرونونه اودوهم نجات نه مراد نجات دعذاب دنیوی دی یا اول نجات دعذاب دنیوی نه او دوهم نجات د عذاب اخروی نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل