فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَيْكُمْ وَيَسْتَخْلِفُ رَبِّي قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّونَهُ شَيْئًا إِنَّ رَبِّي عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ
پس که تاسو مخ گرځوئ (پس په ماباندی گناه نیشته ) ځکه چه رسولی دی ماتاسوته هغه پیغامونه چه رالیږلی شوی یم په هغی باندی تاسوته اورابه ولی روستو رب ځما بل قوم ستاسونه سیوا اوضررنه شئ ورکولی هغه ته هیڅ یقیناً رب ځما په هرڅیزباندی ساتنه کوونکی دی -
په دی آیت کښی بیان ددفع دعذر دقوم دی چه اونه وائی چه مونږدحق نه خبرنه وؤ او (فَإِنْ تَوَلَّوْا) جزا پټه ده یعنی زه ملامته نه یم ځکه چه ماپه تاسوباندی حجت قائم کړی دی (فَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ) علت دجزادی (وَيَسْتَخْلِفُ) دا معطوف دی په پټ لفظ باندی یعنی فیهلککم (اللّه به تاسوهلاک کړی) اوداتخویف دنیوی دی (حَفِيظٌ) یعنی ستاسو هرعمل که لوی وی او که وړوکی وی حفاظت کوؤنکی دی په خپل علم او قدرت سره -