هود ۵۶

إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ رَبِّي وَرَبِّكُمْ مَا مِنْ دَابَّةٍ إِلَّا هُوَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ

یقیناً ماځان سپارلی دی په اللّه تعالٰی باندی چه رب ځما اورب ستاسو دی نیشته هیڅ زنده سر مگرهغه اللّه تعالٰی نیوونکی دی د ټیکلی (ویخته دتندی) دهغی یقیناً رب ځماپه برابرلار باندی دی -

دا دلیل دماقبل دی یعنی توکل په اللّه تعالٰی باندی مستلزم دی دپاره دبرائت دهرشرک نه دادوهم جمله علت دی دپاره دتوکل کولو په اللّه تعالٰی باندی اوددی مقصد دادی چه هرڅه د اللّه تعالٰی په قبضه قدرت اوتصرف کښی دی نود اللّه تعالٰی دارادی نه بغیر هغوی هیڅ ضرر نشی درسولی (بِنَاصِيَتِهَا) ناصیة: هغه ویښته دی چه دسرپه مخکنی حصه باندی وی اودعرب په محاوره کښی ناصیة نیول کنایه ده دقبض کولو او ذلیل کولونه - ددریمی جملی یومطلب دادی چه اللّه تعالٰی په عدل اوانصاف (مراد دصراط مستقیم نه عدل دی) ددی وجی نه اللّه تعالٰی مؤحدینولره دکیدونودمشرکانونه محفوظ ساتی - دوهم مطلب دادی چه اللّه تعالٰی هدایت کوی نیغی لاری ته (دتوحیدلار) علٰی په معنیٰ دالٰی دی ددی وجی نه هغه مؤحد لره دذلت نه بچ ساتی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل