فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا صَالِحًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِنَّا وَمِنْ خِزْيِ يَوْمِئِذٍ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ
پس هرکله چه راغی حکم دعذاب زمونږ بچ کړومونږصالح علیه السلام لره اوهغه چالره چه ایمان ئی راوړی وو دهغه سره په خاص رحمت زمونږ اود شرمندگئ ددغه ورځ نه یقیناً ستارب هغه ډیرطاقت والا زورور دی -
(بِرَحْمَةٍ) سره اشاره ده چه نجات دصالحینو د اللّه تعالٰی درحمت د وجی نه دی دهغوی دعمل یازور دوجی نه نه دی (وَمِنْ خِزْيِ يَوْمِئِذٍ) یعنی شرمندگی او لذت چه لازم دی دعذاب سره یا دا معنیٰ چه نجات هم ورکړو دهغه کلی نه اونجات هم ورکړو دعذاب ددنیا نه (چه شرمندگی ده) (يَوْمِئِذٍ) کښی اشاره ده ورځ دقیامت ته -