هود ۵۳

قَالُوا يَا هُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي آلِهَتِنَا عَنْ قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ

اوئیل دوئ ای هود علیه السلام تانه دی راوړی مونږته څه ښکاره دلیل اونه یو مونږ پریخودنکی خپل مددگاران (معبودان) ستادوینا دوجی نه اونه یومونږه ستاپه خبره باورکوونکی -

دی آیت کښی ذکر دعناد دهغه قوم دی په دری طریقو سره اول داچه سره دوجود دبیّنه نه چه هغوی انکارکوؤ په عناد سره ځکه چه هرنبی ته اللّه تعالٰی بیّنه ورکړی وه اودوهمه طریقه داچه په شرک باندی ئی اصرار کوؤ په دی قول سره (وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي) دریمه طریقه داچه (وَمَا نَحْنُ) په دی کښی نفی د ایمان په راتلونکی زمانه کښی اوکړه دپاره درد د طمع د هود علیه السلام

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل