هود ۵۲

وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِينَ

او ای ځما قومه بخنه غواړئ‌ درب خپل نه بیا توبه اوباسئ هغه ته رالیږی به باران په تاسوباندی ډیردضرورت برابر اوزیاتی به کړی تاسولره دطاقت دطاقت ستاسو سره اومخ مه گرځوئ جرم کوونکی -

په دی آیت کښی دعوت دی توحید ته په استغفار او توبه سره اوترغیب دی په ذکرد دوه نعمتونو دنیویه سره فرق د استغفار او توبی ددی سورة د (۳) آیت په تشریح کښی بیان شوی دی ـ اوپه دی آیت کښی د استغفار او توبی دوه دنیویه فائدی ذکر کړی دی اودارنگ سورة نوح (۱۲،۱۱) کښی هم ذکردی (يُرْسِلِ السَّمَاءَ) داخلق زمیندار وؤ بارانونه ته ئی ډیرضرورت وؤ دارنگ یو قول کښی راغلی دی چه ددوی نه دری کاله باران بند شوی وؤ (وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ) قوت د اولاد او دمال مراد دی ځکه چه په یوروایت کښی راغلی دی چه دری کاله ددوی زنانه شنډی شوی وی (مُجْرِمِينَ) یعنی ځما ددعوت نه مخ گرځول مستلزم دی مجرم کیدلو لره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل