إِنْ نَقُولُ إِلَّا اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوءٍ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللَّهَ وَاشْهَدُوا أَنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ
مونږ نه وایو مگر داخبره چه رسولی ده تاته بعضی مددگارانو ځمونږ تکلیف (مرض دمازغو) اوئیل ده یقیناً زه گواه کوم اللّه تعالٰی لره اوتاسو هم گواه شئ چه یقیناً زه ویزاره یم دهغه چانه چه تاسو ئی شریک کوئ -
داهم بیان دعناد او دجهل دهغوی دی اووجه ده دایمان نه راوړلو یعنی ستادماغ خراب شوی دی اوداد شرک کلمه ده چه نسبت دضررورکولو غیراللّه ته عقیدتاً کوی - اودا طریقه دجاهلانو اوس هم شته چه مؤحد ته وائی چه تاته ځمونږ اولیاء (معبودانو) ټکره رسولی ده اوستا دماغ ئی خراب کړی دی ( قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللَّهَ) دا بیان دشجاعت دهود علیه السلام دی اواستقامت دی په توحید باندی (بَرِيءٌ) براءة عام دی عبادت نه کول اودهغوی (معبودانو) دطرف نه دضررنه زسیدلوعقیده ساتل -