تِلْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنْتَ تَعْلَمُهَا أَنْتَ وَلَا قَوْمُكَ مِنْ قَبْلِ هَذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ
داچه (بیان شول) بعضی دخبرونو دغیب نه دی چه وحی کوو مونږدهغی تاته نه وی پوهه ته په هغی باندی او نه ستاقوم ددی نه پخوا پس صبرکوه یقیناً ښه انجام دپاره دمتقیانو دی -
دی آیت کښی دلیل دی د صدق د محمد رسول اللّٰه ﷺ اوتسلی ده هغه ته (أَنْبَاءِ الْغَيْبِ) هغه خبرونه چه غائب وؤ دعلم د نبی ﷺ اود مخاطیبونومشرکانونه اودا روستوجمله (مَا كُنْتَ تَعْلَمُهَا) ددی تفسیردی (قَوْمُكَ) کښی اشاره ده چه یهود اونصاریٰ ته خو داقصه معلوم وه لیکن امیین عرب ددی خبری نه ناخبره وؤ (إِنَّ الْعَاقِبَةَ) یعنی نوح علیه السلام اودهغه مؤمنان دتقویٰ په وجی سره دعذاب نه بچ شول اوکامیاب شول نوراتلونکوخلقو دپاره هم داسی حکم دی -