هود ۵۰

وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ

(اولیږلی وؤ) عادیانوته رور دهغوی هود علیه السلام اوئیل ده ای ځما قومه بندگی کوئ خاص د اللّه تعالٰی نیشته تاسولره هیچ حاجت پوره کوونکی سیوا دهغه نه نه ئی تاسو مگردروغ جوړوئ -

دا دوهم دلیل نقلی دی په اثبات دتوحید باندی دهود علیه السلام نه اوذکردشجاعت دهغه دی په بیان دمسئله کښی اوذکردعذاب دقوم دهغه دی دپاره دتخویف دنیوی (إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ) هرمشرک په اللّه تعالٰی باندی افتراء کوونکی دی - اودارنگ دشرک داثبات دپاره دروغ قصی جوړوی - دآیت (۵۰) نه په اول دری آیتونوکښی طریقه ددعوت ده بیادوه آیتونو کښی مخالفت دقوم دهغه ذکردی بیاڅلورو آیتونوکښی شجاعت دهغه او تخویف ذکردی په اخری دری آیتونوکښی نجات دمؤمنانو اوبیاذکر داسبابو دعذاب اوپه آخرکښی عذاب دنیوی او اخروی بیان شو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل