قِيلَ يَا نُوحُ اهْبِطْ بِسَلَامٍ مِنَّا وَبَرَكَاتٍ عَلَيْكَ وَعَلَى أُمَمٍ مِمَّنْ مَعَكَ وَأُمَمٌ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ يَمَسُّهُمْ مِنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ
اوئیلی شو ای نوحه علیه السلام کوز شه سره دسلامتیانه (په تاباندی) زمونږدطرف نه اوبرکتونه (زمونږدطرف نه) په تاباندی اوپه ډیرامتونوباندی چه پیداکیږی به دهغه چانه چه ستاسره دی اونورډیرامتونه به وی چه مزی ددنیا به ورکړو بیابه پیوست شی په دوی پوری زمونږدطرف نه عذاب دردناک -
په دی آیت کښی اول بشارت دی نوح علیه السلام ته په برکاتوسره اوسلامتیا دعذاب او مصیبتونونه اوبرکات دنیویه په نباتات او وسعت درزق ته اشاره ده اوبرکات اخرویه نشراواشاعت ددین ته اشاره ده - دوهم بشارت دادی چه دهغه په اولاد کښی به هم نیکان خلق پیداکیږی - دریم اشاره ده چه په دنیا کښی به د نوح علیه السلام اولاد او نسل وی - څلورم دلیل دی چه پیغمبر په سلامتیا اوبرکاتوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی پنځم اشاره ده دوه فریقو دانسانانوته اوسلام اوبرکات ټولو مؤمنانوته شامل دی اومتاع او عذاب ټولو کافرانوته شامل دی -