هود ۴۷

قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُنْ مِنَ الْخَاسِرِينَ

اوئیل ده ای ربه څما یقیناً زه پناهی غواړم په تاسره چه دعا اوغواړم ستانه دهغه چا په باره کښی چه نیشته مالره دهغه په ایمان باندی هیڅ یقین اوکه بخنه اونه کړی ماته اورحم اونه کړی په ماباندی نو زه به شم د تاوان کوونکونه -

په دی آیت کښی داقول (وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي) عبدیت او عجز دپیغمبردی دا دلیل دهغه په گناه کولوکښی نشی کیدلی اودادعا‌په شان ددعا د آدم علیه السلام ده چه صرف عبدیت دی په گناه باندی دلیل نه دی اودا خطیب شربینی لیکلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل