هود ۴۶

قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ

اوفرمائیل اللّه تعالٰی ای نوح علیه السلام یقیناً دی ستا دکورنئ نه نه دی ځکه چه دی داسی عمل والادی چه نیک نه دی پس دعامه غواړه ځمانه دهغه چا په باره کښی چه نیشته تالره دهغه (دایمان) په باره کښی یقین زه نصیحت کوم تالره چه نشی ته د ناپوهانو دډلی نه -

دی آیت کښی دلیل دی چه صرف نسب فائده نه ورکوی هرکله چه عقیده او عمل مخالف وی د شرع نه ( إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ) د ابن عباس مجاهد وغیره روایت دی چه هغه ځوی ئی حقیقی ځوی وؤ دنوح علیه السلام په دلیل ددی قول سره چه يَا بُنَيَّ او إِنَّ ابْنِي اودمجاز هیڅ وجه نیشته اومراد داهلک نه هغه اهل دی چه وعده دنجات ئی شوی ده یامراد داچه نسبت دده تاته لائق نه دی ځکه چه (إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ) اوچاچه مجاهد اوحسن نه نقل کړی دی چه دی ولدالزنا وؤ نوپه دی قول کښی انبیاء علیهم السلام توهین دی اوددی قول صحیح سند هم نیشته اوپه دی باندی ابن کثیر او امام رازی او سراج المنیرسخت رد کړی دی - اوپه دی آیت کښی بیان د ادب دسوال اوددعا دی دپاره ددی چه دجاهلانو دطریقی نه بچاؤ راشی (إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ) مضاف حذف دی یعنی ذوعمل غیرصالح او اِنه ضمیر دعا دنوح علیه السلام ته راجع کول غلط دی (فَلَا تَسْأَلْنِ) دا ادب ددعا دی په راتلونکی وخت کښی (مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ) مراد دادی چه دچاپه ایمان کښی ستا شک وی نودهغوی دنجات په باره کښی سوال مه کوه ( إِنِّي أَعِظُكَ) دلته وعظ نه مراد بچ کول دی زورنه مراد نه ده - بعضی اهل تفسیرو (لکه کشاف او تفهیم القرآن) چه ددی آیت په تشریح کښی لیکلی دی چه نوح علیه السلام دجهل کارکړی وؤ نوداقول دنبی بی ادبی او گستاخی ده اللّه تعالٰی دی مونږداسی عمل نه بچ اوساتی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل