وَنَادَى نُوحٌ رَبَّهُ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنْتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ
اوپه عاجزئ آواز اوکړو نوح علیه السلام خپل رب ته اوئیل ئی ای ربه ځما یقیناً ځوی ځما دکورنئ ځمانه دی اویقیناً ستا وعده حقه ده اوته ښه فیصله کوونکی ئی دټولو فیصله کوونکونه -
(وَنَادَى) نداء په معنیٰ د دعا دعاجزئ دی (إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي) اشاره ده چه تاماسره وعده کړی ده دنجات داهل په (۴۰) کښی (وَأَنْتَ أَحْكَمُ) اشاره ده چه په دی کښی په اللّه تعالٰی باندی اعتراض کول نیشته صحیح داده چه نوح علیه السلام دځوی په کفرباندی یقین نه لرلو گمان ئی داوؤ چه دی مؤمن دی په طریقه دمنافقت عملی سره اودهغه بعضی عملونو توجیه به ئی احسن تاویل سره کوله په خپل اجتهاد سره ځکه دادعا ئی اوکړله -