هود ۴۴

وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءَكِ وَيَا سَمَاءُ أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاءُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ وَقِيلَ بُعْدًا لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ

او اوئیلی شو ای ځمکی (واپس) تیری کړه خپلی اوبه او ای آسمانه بندی کړه اوبه اوکمی شوی اوبه اوفیصله اوکړی شوه دمعاملی ددوی اوبرابراودریدله کشتئ په جودی غرباندی او اوئیلی شو تباهی ده قوم ظالمانولره -

(وَغِيضَ) کمی شوی په دی وجی سره چه اوبه دځمکی اوچی شوی صرف دآسمان نه اوبه پاتی شوی - (الْجُودِيِّ) دایوغردی په کوهستان اراراط کښی دموصل ښار سره نزدی دی په ورځ دعاشوراء نجات حاصل شو (وَقِيلَ) دا آواز دهرطرف نه اوشو اود ملائکودجانب به په عموم سره اوشو ځکه قِیل اوئیلی شو دعموم دپاره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل