هود ۴۳

قَالَ سَآوِي إِلَى جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ قَالَ لَا عَاصِمَ الْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِلَّا مَنْ رَحِمَ وَحَالَ بَيْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِينَ

اوئیل هغه پناهی به اونیسم غرته چه بچ کړی مالره ددی اوبونه اوئیل نوح علیه السلام نیشته بچ کوونکی نن دعذاب د اللّه تعالٰی نه مگرهغه ذات چه رحم کوی (یعنی اللّه تعالٰی) اوراغله ددوی په مینځ کښی چپه نوشو دی دغرق شوؤ نه -

په دی کښی دری توجیهات دی اوله توجیه داده چه د مَنْ رَحِمَ نه مراد رحم دی اوهغه اللّه تعالٰی دی دوهمه داچه عاصم په معنیٰ دمعصوم دی لکه دافق په معنیٰ د مدفوق دریمه توجیه داده چه إِلَّا استثناء منقطع ده په معنیٰ د لٰکن دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل