هود ۴۲

وَهِيَ تَجْرِي بِهِمْ فِي مَوْجٍ كَالْجِبَالِ وَنَادَى نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَبْ مَعَنَا وَلَا تَكُنْ مَعَ الْكَافِرِينَ

اودا کشتئ روانه وه په دوی باندی په داسی چپوکښی چه دغرونوپه شان وی او آوازاوکړو نوح علیه السلام خپل ځوی ته اوهغه وو دکشتئ نه په ډډه کښی چه ای ځویه سورشه ځمونږسره اومه کیږه د کافرانو ملگری -

وهی تجری ددی نه تقدیردعبارت دادی چه دوی سواره شول په کشتئ کښی په بسم اللّه سره نو کشتئ روانه شوه (وَنَادَى نُوحٌ ابْنَهُ) په دی کښی اوله توجیه داده چه نوح علیه السلام ته دځوی په کفرباندی علم نه وؤ ځکه دا آواز ئی ورکړو او (مَعْزِلٍ) نه مراد دادی چه دکشتئ نه په ډډه وؤ - دوهمه توجیه داده چه عالم وؤ دهغه په کفرباندی لیکن دعوت ئی ورکړو دبچ کیدلو د کفرنه او (ارْكَبْ) معنیٰ داده چه ایمان راوړه سورشه کشتئ کښی لکه چه اوئیلی شی مونځ اوکړه یعنی پس داودس کولو نه مونځ اوکړه او (مَعْزِلٍ) نه مراد دادی چه دهغه ددین نه په ډډه وؤ - اوله توجیه غوره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل