هود ۴۱

وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَحِيمٌ

اوفرمائیل اللّه تعالٰی سواره شئ په کشتئ‌ کښی په امداد دنوم د اللّه تعالٰی سره روانیدل دهغی او اودریدل دهغی دی یقیناً‌ رب ځما بخنه کوونکی رحم کوونکی دی -

دا امر د اللّه تعالٰی دطرف نه نوح علیه السلام ته دی یادنوح علیه السلام دطرف نه قوم ته دی، اوپه دی آیت کښی ذکردسوریدلو دوخت دی اودهغی ادب شرعی ذکرکوی (بِسْمِ اللَّهِ) متعلق دی په ارکبوا پوری یاپه امداد مقررپوری یا په (مَجْرَاهَا) پوری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل