هود ۴۰

حَتَّى إِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ آمَنَ وَمَا آمَنَ مَعَهُ إِلَّا قَلِيلٌ

تردی پوری چه کله راغی حکم زمونږ (په عذاب سره) اورا اوخوټکیدلو تنور اوئیل مونږسواره کړه په کشتئ کښی دهرڅیزنه جوړی (یعنی) دوه څیزونه او کورنئ خپله غیردهغه چانه چه مخکښی شویده په هغه باندی فیصله دعذاب اوهغه څوک چه ایمان ئی راوړی دی اوایمان نه راوړی په هغه باندی مگرلږکسان -

(حَتَّى) ابتدائیه دی (التَّنُّورُ) ددی نه مراد عام تنوردی یاخاص تنوردکور دنوح علیه السلام دی یامراد ددی نه مخ دځمکی دی یعنی چه په تنور یا په مخ دځمکه باندی اوبه را اوځی او جوش اووهی اوبعضی علماء‌‌ وائی چه داکنایه ده دغضب د الٰهی نه (إِلَّا مَنْ سَبَقَ) دی کښی اشاره ده یوځوی دنوح علیه السلام ته اوښځی دهغه ته اوسبقیت نه مراد سبقیت په تقدیرکښی دی یاپه (۳۷) کښی دی (زَوْجَيْنِ) هغه دوه څیزونه چه یوبل ته محتاج وی اوجوړه وی هغوی ته زوجان وئیلی کیږی (إِلَّا قَلِيلٌ) په دی کښی ډیراقوال دی ادنٰی دهغی شپږکسان دی بغیردنوح علیه السلام نه اود مؤمنی بی بی دهغه نه او اعلٰی اتیا کسان دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل