هود ۳۷

وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ

او جوړوه کشتئ مخامخ ځمونږ اوپه وحی ځمونږ (یعنی طریقه خودل) اومه کوه سفارش ماته په باره دهغی کسانوکښی چه ظلم ئی کړی دی یقیناً دوی به غرقولی شی -

ددی نه مخکښی دامراد دی چه ددوی مخالفت ډیرسخت شو نونوح علیه السلام هغه دعا اوکړه کوم چه سورة نوح کښی ذکرده اوهغه دعا قبوله شوه نوورته اوئیلی شو (وَاصْنَعِ الْفُلْكَ) په دی آیت کښی تدبیرخودل دی نوح علیه السلام ته دپاره دنجات (بِأَعْيُنِنَا) دالفظ دمتشابهاتونه دی یعنی معنیٰ ئی ښکاره سترگی دی اوکیفیت دهغی متشابه دی اوتشبیه دمخلوق سره نیشته اوتاویل ئی په حفاظت سره خلاف د مسلک دسلف صالحینودی او (وَحْيِنَا) په معنیٰ دامردی اوطریقه دجوړولو دکشتئ (وَلَا تُخَاطِبْنِي) مراد ددی نه منع کول دی دسفارش نه په باره دمشرکینوکښی (مُغْرَقُونَ) یعنی حکم کړی شوی دی په اغراق دهغوی باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل