هود ۳۶

وَأُوحِيَ إِلَى نُوحٍ أَنَّهُ لَنْ يُؤْمِنَ مِنْ قَوْمِكَ إِلَّا مَنْ قَدْ آمَنَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ

او وحی اوکړی شوه نوح علیه السلام ته چه یقیناً هیچ چیری ایمان نه راوړی دقوم ستانه مگرهغه څوک چه ایمان ئی راوړی دی پس مه خفه کیږه په هغه کارونوچه دوی ئی کوی -

دا تفصیل ددعوت دنوح علیه السلام نه روستو تفصیل دعذاب ذکرکوی اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه نوح علیه السلام خپل قوم ته چه خیری کړی وی نوروستو ددی وحی نه ئی کړی وی چه په دی وحی سره هغه د ایمان دخپل قوم نه ناامیده شو (لَنْ يُؤْمِنَ) دا اخبارد اللّه تعالٰی رشتینی دی په شان دسورة البقره (۶) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل