هود ۳۵

أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَعَلَيَّ إِجْرَامِي وَأَنَا بَرِيءٌ مِمَّا تُجْرِمُونَ

آیا دوی وائی چه دځان نه‌ ئی جوړکړی ده داخبره ته اوایه که ما دځان نه جوړه کړی وی پس ځما په ذمه دی جرم کول ځما او زه خلاص (جدا) یم دهغی جرمونونه چه تاسو ئی کوئ -

دی آیت کښی دوه توجیه دی اوله توجیه داده چه داهم مکالمه د نوح علیه السلام ده دقوم خپل سره په صیغه دغائب سره دوهمه توجیه داده چه دا مکالمه زمونږ د نبی ﷺ ده دخپل قوم سره نوداپه طریقه د جمله معترضه سره ده (إِجْرَامِي) کسب کول دگناه ښکاره ته اجرام وئیلی شی - اومضاف حذف دی یعنی اثم اجرامی گناه دجرم زما اوپه دی کښی بل تقدیردادی یعنی انتم بَرِیئُونَ عَن إِجْرَامِي -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل