وَلَا يَنْفَعُكُمْ نُصْحِي إِنْ أَرَدْتُ أَنْ أَنْصَحَ لَكُمْ إِنْ كَانَ اللَّهُ يُرِيدُ أَنْ يُغْوِيَكُمْ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
اوفائده نه درکوی تاسوته نصیحت ځما که زه اوغواړم چه نصیحت کوم تاسوته خوکه اللّه تعالٰی غواړی چه تاسو بی لاری کړی اللّه تعالٰی ستاسو رب دی اوخاص هغه ته به اوگرځولی شئ تاسو -
مطلب ددی آیت دادی لکه څنگه چه عذاب د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی نودارنگی گمراه کول او هدایت کول هم د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی - اوهغه سبب دعذاب دی دآیت نه معلومه شوه چه انسان یوکارکوی لیکن نفع دهغی په اختیارد اللّه تعالٰی کښی وی دارنگ هیڅ انسان د اللّه تعالٰی دارادی خلاف کار نشی کولی اوجزاء دشرط محذوف ده اصل عبارت دادی - ان کان اللّه یرید ان یغویکم فان اردت ان انصح لکم فلا ینفعکم نصحی -