وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلَأٌ مِنْ قَوْمِهِ سَخِرُوا مِنْهُ قَالَ إِنْ تَسْخَرُوا مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنْكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ
اوهغه جوړوله کشتئ اوهرکله چه ورتیریدل به په هغی باندی دغټانو ډله دقوم هغه نه نوټوقی به ئی کولی په هغه پوری نوهغه به وئیل که تاسوټوقی کوئ په مونږ پوری پس مونږبه هم ټوقی اوکړوپه تاسوپوری لکه چه تاسوپه مونږپوری ټوقی کوئ -
په د ی کښی لفظ دکان استمرار او د همیشوالی د معنی دپاره دی یعنی کان یصنع - آیت کښی اشاره ده چه بی عقله خلق انبیاء علیه السلام او حق پرستوپوری مسخری کوی اودهغوی دکار په رازونو نه پوهیږی - اواشاره ده چه په مشرکانوپوری په وخت دعذاب او هلاکت دهغوی مسخری کول په کاردی - اودارنگ په آخردسورة تطفیف کښی ذکردی -