أَنْ لَا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ أَلِيمٍ
(بیان کوم) چه مه کوئ بندگی دهیچ چا سیواد اللّه تعالٰی نه یقیناً زه ویریږم په تاسو دعذاب دورځی دردناکی نه -
(۱أَنْ لَا تَعْبُدُوا) دا بدل دی د إِنِّي مفعول دی دمبین دپاره اودا دعوت دتوحید دی (أَلِيمٍ) صفت د (يَوْمٍ) دی مطلب دادی چه دعذاب ورځ دردناکه وی - که عذاب دنیوی مراد شی او که عذاب اخروی اویا صفت دعذاب دی یعنی عذاب دردناک لیکن زیرپه ده باندی دوجی دنزدیکت د (يَوْمٍ) نه دی اودی ته جَر للجوار وائی (إِنِّي أَخَافُ) اودا خوف دنه منلو د توحید کښی دی -