هود ۲۵

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ إِنِّي لَكُمْ نَذِيرٌ مُبِينٌ

اویقیناً لیږلی وو مونږنوح علیه السلام قوم دهغه ته (اووئیل ئی) یقیناً ستاسودپاره ویره درکوونکی یم ښکاره -

ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۱۱۱) پوری په دی کښی اول دری واقعات او شپږمه واقعه تعلق لری دسورة د اولی دعوی سره اوڅلورمه او پنځمه واقعه تعلق لری ددوهمی دعوی سره او اوومه واقعه د موسیٰ علیه السلام تعلق لری ددریمی دعوی سره اوپه مینځ کښی ئی تخویف او بشارت دی او آیت (۱۰۹) تعلق لری دڅلورمی دعوی سره - دا آیت (۲۵) اول دلیل نقلی دی دنوح علیه السلام نه دپاره دمسئلی دتوحید اوپه دی ذکردشجاعت دهغه دی اوذکردی دطریقی ددعوت اودارنگ ذکر دعذاب دقوم دهغه دی دپاره دتخویف دنیوی اوربط‌ ددی دمخکښی آیت سره دادی چه دفریقینو په مثال سره ذکراوشو نواوس په مقصد د انبیاء علیهم السلام سره دفریقینو دعاقبت فرق ذکر کوی (إِنِّي لَكُمْ) په أَرْسَلْنَا کښی معنیٰ دقال پټه ده او إِنِّي دهغی مقوله ده - مُبِينٌ کښی اشاره ده چه نبی د اللّه تعالٰی په حق بیانولوکښی دچا لحاظ‌نه کوی او هیڅ حق نه پټوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل