مَثَلُ الْفَرِيقَيْنِ كَالْأَعْمَى وَالْأَصَمِّ وَالْبَصِيرِ وَالسَّمِيعِ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
مثال ددی دواړو ډلو په شان د ړوند او کونړ دی او د لیدونکی او د اوریدونکی دی آیا برابر دی دا دواړه په مثال کښی؟ آیا پس نصیحت نه آخلئ تاسو -
دا هم په زیری کښی داخل دی اوپه دی آیت کښی أَعْمَى او أَصَمِّ مثال دمشرک دی او بَصِيرِ او سَّمِيعِ مثال مؤحد دی اودارد دی په هغه چاباندی چه دکافراو مؤمن فرق نه کوی اودی عقیدی ته په دی زمانه کښی سیکولرازم وئیلی شی -