هود ۲۷

فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلَّا بَشَرًا مِثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ

پس اووئیل غټانوهغه کسان چه کفرئی کړی وو دقوم هغه نه نه وینومونږه تا مگربنده ځمونږپه شان اونه وینومونږه تا چه تابعداری ئی کړیده ستامگرهغه کسان چه هغوی ذلیل دی په مونږکښی په بی فکرئ سره اونه وینو مونږه تاسولره په مونږباندی هیڅ غوره والی بلکه گمان کوو مونږپه تاسو دروغژن -

(الْمَلَأُ) اشرافوته وئیلی شی که شرافت دنیوی اوکه اخروی وی دلته شرافت دنیوی دمال او جاه مراد وؤ - سوال: سورة اعراف (۶۰) کښی الذین کفروا نه وؤ وئیلی؟ جواب: اشاره ده په سورة اعراف کښی چه هغه ټول قوم کافروؤ اودلته دتکبرپه طریقه اعتراضونه دی اوهغه کار دمالدارو دی ځکه ئی دلته ملاء ذکرکړل نوغټانودقوم دنوح علیه السلام دطرف نه څلوراعتراضونه ذکردی - اول داچه ته بشرئی زمونږپه شان او دوهم ستاتابعدار ذلیل خلق دی ځکه چه هغوی فقیران وؤ - اوپه حدیث دهرقل کښی راغلی دی چه تابعدار دپیغمبرانو اکثر غریبان خلق وی دریم داچه ستاسوپه مونږڅه غوره والی نیشته یعنی په تاکښی صفت دپیغمبرئ نیشته اوڅلورم داچه ته دروغژن ئی - اول دوه اعتراضونه صرف په نوح علیه السلام باندی وؤ ځکه ئی مخاطب مفرد ذکرکړو - او روستو دوه اعتراضونه په نوح علیه السلام سره دمؤمنانونه وؤ نوصیغه دجمع ئی ذکرکړی ده (بَادِيَ الرَّأْيِ) یعنی دوی په تاباندی ایمان راوړی دی په اول نظرکښی اوسوچ اوفکرئی نه دی کړی که فکرئی کړی وی نوستاتابعداری به ئی نه وه کړی - اراذل ئی دوجی دفقیرئ نه وئیل دوجی د نسب نه وؤ ځکه چه مؤمنان دنوح علیه السلام دهغه ځامن وؤ اودهغوی بیبیانی او دهغوی نسبت اوچت وؤ ځکه چه اللّه تعالٰی انبیاء په لوی نسب سره رالیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل