مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ
هغه څوک چه غواړی (په عمل خپل سره) ژوند دنیا او ډول (ښائست) دهغی نوپوره به ورکړو دوی ته بدله دعملونوددوئ په دنیاکښی اودوئ ته په هغی کښی څه کمی نشی کیدی -
دی آیت کښی زورنه ده هغه چاته چه معقصد ئی دنیا گرځولی وی ځکه چه دا سبب دانکاردقرآن دی اودا آیت هغه چا ته هم شامل دی چه په عمل ددین سره اجرت ددنیا طلب کوی (يُرِيدُ ) اشاره ده چه دارومدارپه نیت باندی دی (الْحَيَاةَ الدُّنْيَا) یعنی نیک اعمال کوی دپاره ددی چه صحت او عافیت او ریاست ورته حاصل شی (وَزِينَتَهَا) مراد ددی نه وسعت درزق دی اوډیروالی داولاد دی (نُوَفِّ إِلَيْهِمْ) یعنی دغه مرادونه به ورته پوره حاصل شی یعنی اللّه تعالٰی دده محنت دده دنیت موافق نه ضائع کوی -