أُولَئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلَّا النَّارُ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
دا هغه کسان دی چه نیشته دوی لره په آخرت کښی مگراور اوبرباد شی هغه نیک عملونه چه دوی کړی دی په دنیاکښی اوبی فائدی دی هغه کارونه چه دوی ئی کوی -
دا ویره اخروی ده هغه کسانوته چه مخکښی ایت ذکرشول (وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا) دی کښی اشاره ده هغه عملونوته چه کوی ئی په نیت ددنیا سره یعنی نیک اعمال (وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) دی کښی اشاره ده هغه عملونوته چه هغه قبیح او ناکاره دی اومفسرینو وئیلی دی چه دا آیاتونه مشرکانو اومنافقانو او ریاکارانو او دنیاپرستو ته شامل دی -