هود ۱۴

فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنْزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ وَأَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَهَلْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ

پس که دوی قبوله نه کړی خبره ستاسو پس پوهه شئ چه یقیناً‌ نازل شوی داقرآن په علم د اللّه تعالٰی سره اوپه دی خبره چه نیشته حق دار دبندگئ سیوا د اللّه تعالٰی نه پس آیا تاسو منونکی دحکم یئ (یعنی اومنئ) -

دی آیت کښی بیان دصدق دقرآن دی اوبیان دهغی مسئلی دی چه قرآن دهغی مسئلی دپاره نازل شوی دی چه هغه لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ دی (لَكُمْ) جمع کښی اشاره ده چه مؤمنان هم په طلب دمقابله کښی د نبی ﷺ سره شریک دی (بِعِلْمِ اللَّهِ) یعنی مشتمل په علمونو د اللّه تعالٰی سره اود اللّه تعالٰی دعلمونو مخلوق مقابله نشی کولی (وَأَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ) داعطف دی په علم اللّه باندی یاعطف دی په أَنَّمَا باندی اوپه دواړه معنوکښی دلیل دی چه موضوع او خلاصه دقرآن توحید دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل