وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ نَعْمَاءَ بَعْدَ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ ذَهَبَ السَّيِّئَاتُ عَنِّي إِنَّهُ لَفَرِحٌ فَخُورٌ
اوکه اوڅکوو مونږده ته نعمت پس دتکلیف نه چه رسیدلی وی ده ته خامخا وائی دی لاړل ټول تکلیفونه ځمانه یقیناً دی خامخا تکبرکوونکی فخرکوونکی دی -
دی آیت کښی هم زورنه ده په وخت دانتقال کښی دمحنت نه نعمت ته چه انسان په حالت دنعمت کښی تکبراولوئي کوی - نسبت دذوق د نعمت اللّه تعالٰی ته اشاره ده چه نعمت د اللّه تعالٰی خاص په رحم د اللّه تعالٰی سره دی (ذَهَبَ السَّيِّئَاتُ عَنِّي) مطلب دادی چه تکالیف ځمانه لاړل ځماپه تدبیرونوسره یاځمادمعبودانوپه زورسره (فَخُورٌ) فخردادی چه خپل صفتونه خلقوته ذکرکوی اودا فرح او فخرمنع کوی ده لره دشکرکولونه -