هود ۹

وَلَئِنْ أَذَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً ثُمَّ نَزَعْنَاهَا مِنْهُ إِنَّهُ لَيَئُوسٌ كَفُورٌ

اوکه اوڅکوؤمونږه یو انسان ته دخپل طرف نه څه نعمت بیائی راکاږو دهغه نه نویقیناً دی خامخا نامیده ناشکره به وی -

دی آیت کښی هم زورنه ده انسان ته په کمزوروالی دعقیدی دده په وخت دانتقال کښی دنعمت نه محنت ته (لَيَئُوسٌ كَفُورٌ) یومعنیٰ داده چه د اللّه تعالٰی د رحمت نه ناامیده شی اودهغه د نعمتونوناشکری کوی دوهمه معنیٰ دا چه انسان مشرک په حال دډیره سختئ کښی دخپلومعبودانو باطلونه ناامیده شی اوداسی په سورة حم سجده (۴۶) کښی دی (لَيَئُوسٌ كَفُورٌ) اول حالت دباطن دی او دوهم حالت دژبی اودظاهردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل