وَلَئِنْ أَخَّرْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ إِلَى أُمَّةٍ مَعْدُودَةٍ لَيَقُولُنَّ مَا يَحْبِسُهُ أَلَا يَوْمَ يَأْتِيهِمْ لَيْسَ مَصْرُوفًا عَنْهُمْ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
اوکه روستو کړو مونږ ددوی نه عذاب (ددنیا) تریو مودی لږی پوری خامخا دوی وائی چه څه څیزبند کړو عذاب لره خبردارپه کومه ورځ چه راشی دوی ته نو وابه نه ړولی شوی ددوی نه اورا گیربه کړی دوئ لره هغه شی چه دوئ په هغی پوری ټوقی کوی -
دی آیت کښی بله زورنه ده منکرینو ته اوویره ده په عذاب دنیوی سره (أُمَّةٍ مَعْدُودَةٍ) أُمَّةٍ په قرآن کښی په ډیرو معانوسره دی لکه چه په تفسیرد سورة بقره کښی ذکر دی نودلته په معنیٰ دمدد سره دی (مَا يَحْبِسُهُ) داپه طریقه داستهزاء سره دی (مَصْرُوفًا) یعنی اللّه تعالٰی راولی اود هیچ چا طاقت نه رسی چه هغه عذاب بل خوا واړوی (يَسْتَهْزِئُونَ) مضاف حذف دی یعنی وبال او (مَا كَانُوا) کښی مصدریه دی (وبال استهزائهم) یا ما په معنیٰ دعذاب دی او یستهزءون په معنیٰ د یستعجلون دی یعنی هغه عذاب چه دوی په تلوار سره غوختلو -