وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَلَئِنْ قُلْتَ إِنَّكُمْ مَبْعُوثُونَ مِنْ بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی ئی دی آسمانونه او ځمکه په اندازه د شپږو ورځو کښی او وو عرش د اللّه تعالٰی په اوبوباندی دی دپاره چه ازمیښت اوکړی ستاسو چه کوم یو ستاسو ښائسته عمل والا دی اوکه ته اوائی یقیناً تاسو به پورته کیدی شئ پس دمرگ نه خامخا وائی کافران چه نه ده دا خبره دروغ دی ښکاره -
ددی آیت په اوله حصه کښی ذکر دتصرف او خالقیت د اللّه تعالٰی دی متعلق دی دمخکښی آیت سره چه خالق هم اللّه تعالٰی دی لکه چه رازق دی اودوهمه حصه کښی زورنه ده په انکارد بعث بعدالموت باندی ځکه دآیت اوله حصه په عظیم قدرت د اللّه تعالٰی باندی دلالت کوی نوبعث بعدالموت باندی هم قادر دی نوانکارکوونکی د ډیری زورنی مستحق دی (وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ) حدیث دبخاری دلالت کوی په دی باندی چه د آسمانونو او ځمکونه مخکښی اللّه تعالٰی عرش پیدا کړی وو - اوعرش د اللّه تعالٰی په اوبوباندی وؤ - بیائی روستو آسمانونه او ځمکه پیداکړل - اوددی په ظاهرباندی ایمان لرل لازم دی تاویل ددی کول چه معنیٰ داده چه بادشاهی په ټولو موجوداتو ده او کان زائد دی داقول دمعتزله اوبعضی متصوفه دی اوباطل دی (أَحْسَنُ عَمَلًا) دفضیل بن عیاض نه نقل دی چه احسن عمل هغه دی چه په هغی کښی اخلاص وی یعنی دشرک او دریاء نه پاک وی - اوهغه په طریقه دسنت باندی وی که په دی دواړو یو جزکم وی نوښائسته عمل ورته نشی وئیلی کیدی اودارنگ په سورة کهف (۷) او سورة ملک (۲) کښی ذکردی (لِيَبْلُوَكُمْ) مراد دبلاء نه حقیقت خودل دی یعنی دنیا کښی هرڅوک گمان کوی چه ځما عمل ښائسته دی لیکن اللّه تعالٰی به ددی حقیقت اوښائی په ورځ دقیامت کښی لیکن حقیقت دڅیزونو په امتحان سره معلومیږی په نیزدانسانانو ددی وجی نه دی ته ابتلاء وئیلی شی - اومکان دابتلاء دنیا ده ددی وجی نه لیبلوا متعلق دی په خلق پوری (سِحْرٌ مُبِينٌ) دلته په معنیٰ ددروغ اود باطل دی لکه چه قاموس لیکلی دی معنیٰ جادن دلته کښی نه صحیح کیږی ځکه چه هذا اشاره ده قول دبعث بعدالموت ته -