وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُبِينٍ
اونشته هیڅ زنده سرپه ځمکه کښی مگرپه اللّه تعالٰی باندی روزی دهغوی ده اوپوهیږی اللّه تعالٰی په ځای د آرام دهغوی اوپه ځای دامانت دهغوی داټول په کتاب ښکاره کښی دی -
په دی کښی ددوهمی دعوی دوهم جزدی یعنی کارسازاو ذمه واردرزق صرف اللّه تعالٰی دی تفسیر د مُسْتَقَرَّ او د مُسْتَوْدَعَ سورة انعام کښی تیرشوی دی (كِتَابٍ مُبِينٍ) مراد ددی نه لوح محفوظ دی اوهغه کتاب دتقدیرهم دی - داآیت دلیل دی په تقدیرمطلق باندی (دَابَّةٍ) په اصل په لغت کښی هرهغه څیزته وئیلی شی چه په ځمکه باندی گرځی اوپه عرف کښی چارپایانوته وئیل شی اوخاص کرآس ته وئیلی شی دلته عامه معنیٰ مراد ده چه په هغی کښی انسانان داخل دی (عَلَى اللَّهِ) داوجوب تفضلی دی ایجابی نه دی یعنی اللّه تعالٰی ځان باندی دا ذمه واری کیخودلی ده -